د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د جاپان د بهرنيو چارو وزير تارو کونو د فبرورۍ په ۲۶مه نېټه وويل چې د جاپان او چين ځوانان دې د دوه اړخيزو اړيکو د پرمختګ مسؤليت پر غاړه واخلي او خپلمنځي تبادلې او تفاهم دې پياوړی کړي او د جاپان او چين د دوستۍ د پياوړتيا لپاره دې خدمتونه وکړي.
تارو کونو په همدې ورځ په توکيو کې د سونګ چينګ لينګ صندوق د مرستيال رئيس په مشرۍ د چين د ځوانانو د عامه ګټو د تبادلې له پلاوي سره د کتنې په وخت کې وويل چې اوس د جاپان او چين ترمنځ اړيکې په ښه توګه پرمختګ کوي چې د پام وړ ارزښت لري. روان کال د جاپان او چين د ځوانانو د تبادلې د هڅونې کال دی. ځوانان دې د جاپان او چين ترمنځ د دوستانه اړيکو د پرمختګ مهمه دنده پر غاړه واخلي. د دواړو هېوادونو ځوانان بايدخپلمنځي تبادلې او تفاهم پياوړی کړي او د جاپان او چين ترمنځ د دوستانه اړيکو د پرمختګ لپاره دې ګډې هڅې وکړي.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |