CRI Online

د چين خارجه وزير وانګ يي د روسيې له خارجه وزير سېرګي لاوروف سره وکتل او دواړو خواوو پر دې ټينګار وکړ چې د خپلمنځي ستراتېژيکې تبادلې او همکارۍ پياوړې کړي

cri     (GMT+08:00) 2019-02-28 16:21:34

د چين خارجه وزير وانګ يي د فبرورۍ په ۲۶ مه نېټه د چين د جه جيانګ ولايت په وو جن ښار کې د روسيې له خارجه وزير سېرګي لاوروف سره چې د چين ، روسيې او هند د خارجه وزيرانو په خبرو اترو کې د ګډون لپاره چين ته راغلی، وکتل. دواړه خواوې پدې انددي چې چين او روسيه دې په پيچلي نړيوال وضعيت کې په مداومه توګه خپلمنځي ستراتېژيکې تبادلې او همکارۍ پياوړې کړي، ګډې ګټې دې وساتي او د نړيوالې سولې او پرمختګ لپاره دې نوي خدمتونه ترسره کړي.

دا په ۲۰۱۹ کال کې د چين او روسيې د خارجه وزيرانو ترمنځ لومړۍ کتنه وه او په تاريخي لحاظه له وزير سېرګي لاوروف سره د وزير وانګ يي ۴۳ مه کتنه وه. چين او روسيه هراړخيز ستراتېژيک همکاران دي او دوه اړخيزو اړيکو يې له اوږدې مودې راهيسې په لوړه سويه پرمختګ کړی دی.

وانګ يي له لاوروف سره په دغه کتنه کې دې ته اشاره وکړه چې سږکال د چين او روسيې لپاره ډېر ارزښت لري، دواړه خواوې بايد په روان کال کې د خپلو مشرانو ترمنځ د تګ راتګ لپاره ښه چمتوالی ونيسي،د دواړو هېوادونو ترمنځ د سياسي اړيکو د ټينګېدو د ۷۰ مې کاليزې په وياړ دې يو لړ فعاليتونه په ښه توګه ترسره کړي او د دغو اړيکو د زياتو پرمختګونو لپاره دې هڅه وکړي.

(( سږکال د چين ولسي جمهوريت د جوړېدو اويايمه کاليزه ده او د چين او روسيې ترمنځ د سياسي اړيکو د ټينګېدو اويايمه کاليزه هم ده چې نه يوازې د دواړو هېوادونو ، بلکې د دوه اړخيزو اړيکو لپاره ډېره ارزښتناکه ده. دا چې اوسنی نړيوال وضعيت ډېر پيچلی دی او دواړه هېوادونه هراړخيز ستراتېژيک همکاران دي، نو موږ بايد په هر وخت کې د خپلو ستراتېژيو په اړه د نظريو تبادلې وکړو، او خپلمنځي ستراتېژيکې همکارۍ دې پياوړې کړو.))

همدارنګه وانګ يي زياته کړه چې چين ، روسيه او هند په نړۍ کې لوی اغېزمن هېوادونه دي او د مخ پر ودې هېوادونو نمنوي هېوادونه هم دي، د درېواړو هېوادونو ترمنځ د نظريو د تبادلې، د دريځونو د همغږۍ او همکاريو پياوړتيا د سيمې او نړۍلپاره ډېر اهميت لري. چين غواړي له روسيې او هند سره په ګډه د چين، روسيې او هند د خارجه وزيرانو ترمنځ د روانو خبرو اترو د رښتيني برياليتوب لپاره هڅه وکړي او د نړيوال وضعيت د ثابتولو او روښانه کولو لپاره خدمت وکړي.

د روسيې خارجه وزير سېرګي لاوروف د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو په اړه د وانګ يي له ارزيابۍ او وړانديزونو سره همغږي وښوده او ويې ويل:

(( واقعاً سږکال د روسيې او چين لپاره يو ډېر مهم کال دی، موږ بايد په ښه توګه په روان کال کې د ولسمشر پوتين او رئيس شي جين پينګ يولړ مهم ډيپلوماتيک فعاليتونه ترتيب کړو. د وزير وانګ يي له هغه نظر سره موافق يم چې په پيچليو نړيوالو اوضاعو کې روسيه او چين بايد د نظريو تبادلې او همکارۍ ته دوام ورکړي او په ګډه دې د څواړخيزم او نړيوالو اړيکو بنسټيز اصول وساتي. روسيه به له چين او هند سره نږدې همکارۍ وکړي او د چين، روسيې او هند د خارجه وزيرانو د روانو خبرو اترو لپار به ښه ترتيبات وکړي او د درېواړخيزو همکاريو د نوي پړاو د پرانيستې لپاره به هڅه وکړي.))

همدارنګه دواړو خارجه وزيرانو په دغه کتنه کې د کوريا ټاپووزمې، وينزويلا او افغانستان د حالاتو ،د ايران د اټومي پروګرام په اړه تړون او د ګډې علاقې وړ نورو سيمه ييزو او نړيوالو موضوعاتو په هکله بحثونه وکړل او له کتنې وروسته يې د ۲۰۱۹ کال لپاره د دواړو هېوادونو د خارجه وزارتونو ترمنځ د بحثونو پلان لاسليک کړ.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای