CRI Online

د چين د کارګرو عمومي ټولنې د غوره ښځينه کاري ډلو او شخصيتونو د ستاينې غونډه تر سره کړه.

cri     (GMT+08:00) 2019-02-27 15:11:22

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د کارګرو عمومي ټولنې د ښځينه کارکوونکو په وياړ او په نوې زمانه کې دوی د ښې کاري بڼې د څرګندولو په پار د فبرورۍ په ۲۶مه نېټه په بېجينګ کې د غوره ښځينه کاري ډلو او شخصيتونو د ستاينې غونډه تر سره کړه.

د چين په تای يوان کې د اورګاډي ادارې په ګډون ۱۰ ډلو د مې د لومړۍ ورځې په نامه د غوره ښځو د ملي جايزې اعزازي سندونه او د مېرمنې ليو هونګ په ګډون ۱۰ شخصيتونو د يادې جايزې مډالونه تر لاسه کړل.

د چين د کارګرانو عمومي ټولنې د لومړي ځل لپاره په ۲۰۰۵ کال کې يادې جايزې او مډالونه ورکړي او تر هغه وروسته په هرو دوو کلونو کې يو ځل د ستاينې غونډه تر سره کوي. تر ۲۰۱۹ کال پورې يې ۹۱۰۳ غوره ښځينه کاري ډلو او ۱۵۹۷۷ غوره ښځو ته يادې جايزې ورکړې دي.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای