CRI Online

په چين کې د مالياتو کمښت د بازار باور زياتوي

cri     (GMT+08:00) 2019-02-27 16:21:05

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې،د چين د عمومي اقتصاد د لوړې کچې غونډه د فبرورۍ په ۲۶مه نېټه په بېجينګ کې تر سره شوه. په ياده غونډه کې يو راپور خپور شو چې له مخې به يې په روان او راتلونکي کال کې د چين د عرضې له اړخ نه د جوړښتي اصلاحاتو او د ورخلاصون د پرمخبيولو او د سيالۍ له لارې د موثريت د لوړتيا په اړه د يو لړ تګلارو د پلي کېدو له امله د اقتصاد با کيفيته پرمختګ ومومي. په ياد راپور کې وړانديز شوی چې د ټولنيزې بيمې انډول دې په مناسب ډول کم کړي، پر تصديو دې بار کم کړي چې د پانګونې او استخدام ثابت حالت دې رامنځته شي.

ياده غونډه په همدې ورځ د شيا من پوهنتون او سين هوا اژانس د اقتصادي معلوماتو ورځپانې له خوا ترتيب شوه. له ياد راپور سره سم روان او راتلونکي کال کې به د چين اقتصاد په پر له پسې او ثابته توګه پرمختګ وکړي.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای