CRI Online

کيم جونګ اون به د مارچ په پيل کې له ويتنام څخه لېدنه شروع کړي

cri     (GMT+08:00) 2019-02-27 17:09:23

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د کوريا ديموکراتيک ولسي جمهوريت خبري رسنيو د فبرورۍ په ۲۷مه نېټه خبر ورکړ چې د دې هېواد رهبر کيم جونګ اون چې ويتنام ته رسېدلی او د امريکا له ولسمشر سره به دوهمه کتنه وکړي، د مارچ له لومړۍ نېټې څخه به تر دوهمې نېټې پورې له ويتنام څخه رسمي لېدنه وکړي. دا لومړی ځل دی چې د ديموکراتيکې کوريا له خوا له ويتنام څخه د کيم جونګ اون د لېدنې مشخص وخت خپور شوی.

د ديموکراتيکې کوريا د مرکزي خبري اژانس او د رودونګ سيمون ورځپاڼې د فبرورۍ په ۲۷مه نېټه خبر ورکړ چې کيم جونګ اون د فبرورۍ په ۲۶مه نېټه ويتنام ته ورسېد او د دې هېواد د چارواکو او خلکو له خوا يې تود هرکلی يې وشو. هغه به د مارچ له لومړۍ نېټې څخه تر دوهمې نېټې پورې له ويتنام څخه رسمي لېدنه وکړي.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای