د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د دولتي شورا غړي او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د فبرورۍ په ۲۷مه نېټه د چين د جه جيانګ ولايت په وو جن کې د هند د بهرنيو چارو له وزيرې سوشما سوارج سره وکتل. نوموړې د چين، روسيې او هند د بهرنيو چارو وزيرانو ترمنځ د کتنې لپاره وو جن ته راغلې ده.
وانګ يي وويل، چې تېر کال د چين دولت رئيس شي جين پينګ په وو هان ښار کې د هند له صدراعظم ناريندرا مودي سره غېر رسمي کتنه وکړه. دواړه خواوې بايد په نوی کال کې په جدي توګه د دواړو مشرانو ګډې نظريې عملي کړي او په راتلونکي کال کې دې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سياسي اړيکو د ټينګېدو د ۷۰مې کليزې د يادونې فعاليتونه په ښه توګه طرحه کړي، تر څو د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې په دايمي او ثابت ډول ټينګې شي. چين د جنوبي اسيا اوسني ترينګلي وضعيت ته پاملرنه کوي او له هند او پاکستان څخه هيله لري چې زغم وساتي او د خبرو اترو او همکارۍ له لارې د پېښې حقيقيت ولټوي.
سواراج وويل، دواړه خواوې بايد د سرحدي سيمو د سولې او ارامتيا د ساتلو او د هند او چين ترمنځ د اړيکو د ټينګتيا لپاره ګډې هڅې وکړي. هند به په مسئولانه او زغمې رويې سره اړوندې مسئلې حل کړي.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |