د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند لو کانګ د فبرورۍ په ۲۷مه نېټه د دغه وزارت په يوه نوبتي خبري ناسته کې وويل، چين هيله لري چې هند او پاکستان سړه سينه وساتي او د خبرو اترو د پياوړتيا لپاره هڅې وکړي، تر څو د جنوبي اسيا د دايمي سولې او ثبات د ساتلو لپاره مثبت رول ولوبوي.
د خبر له مخې، د پاکستان هوايي ځواکونو د فبرورۍ په ۲۷مه نېټه په خپل هوايي قلمرو کې د هند دوه الوتکې وغورځولې او يو پيلوټ يې بندي کړ. د هند خبري رسنيو په همدې ورځ خبر ورکړ چې ډول د پاکستان يوه اېف - ۱۶ ډوله الوتکه د هند د هوايي ځواکونو د بريد له امله وغورځېده (غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |