CRI Online

د پاکستان پوځ: د هند دوه پوځي الوتکې وغورځېدلې

cri     (GMT+08:00) 2019-02-27 19:09:01

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د پاکستان د پوځ د مطبوعاتي ادارې مشر اصف غفور د فبرورۍ په ۲۷مه نېټه د ټولنيزې خبري رسنۍ له لارې خبر ورکړ چې د دغه هېواد هوايي ځواکونو په همدې ورځ په خپل هوايي قلمرو کې د هند هغه دوه پوځي الوتکې وغورځولې چې په کشمېر کې د هند او پاکستان له واقعې کنټرولونکې کرښې څخه تېرې شوې.

نوموړي وويل، کله چې د هند الوتکې د همدې ورځې په سهار وختي د پاکستان هوايي قلمرو ته ننووتلې، د پاکستان هوايي ځواکونو په خپل کنټرولونکي قلمرو کې دغې الوتکې وغورځولې. د هند يوه الوتکه د پاکستان تر کنټرول لاندې سيمه کې وغورځېده او يو پيلوټ يې ونيول شو. بله الوتکه د هند تر کنټرول لاندې سيمه کې وغورځېده.(غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای