CRI Online

د چين د بهرنيو چارو وزارت: چين د يو کمربند او يوې لارې د ګډې ابادۍ په بهير کې د ټولو ګډه هيله لرونکو هېوادونو د ګډون هر کلی کوي

cri     (GMT+08:00) 2019-02-27 19:12:09

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند لو کانګ د فبرورۍ په ۲۷ مه نېټه د دغه وزارت په يوه نوبتي خبري ناسته کې وويل، چين د يو کمربند او يوې لارې د ګډې ابادۍ په بهير کې د ټولو ګډه هيله لرونکو هېوادونو د ګډون هر کلی کوي.

د معلوماتو له مخې، د نوي زيلاند او چين ترمنځ د اړيکو د پياوړتيا کميټې لومړي اجرايوي مشر څو ورځې مخکې خبر ورکړی چې د يو کمربند او يوې لارې غوښتنه د نوي زيلاند د کورني اقتصادي پرمختګ او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو د نژدې کېدو لپاره ګټوره ده.

وياند لو کانګ د ده د وينا په اړه ياده څرګندونه وکړه.(غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای