CRI Online

د چين، روسيې او هند د بهرنيو چارو وزيرانو ناسته تر سره شوه

cri     (GMT+08:00) 2019-02-27 21:12:25

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د دولتي شورا غړي او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي، د روسيې د بهرنيو چارو وزير سيرګي لاوروف او د هند د بهرنيو چارو وزيرې سوشما سواراج د فبرورۍ په ۲۷مه نېټه د چين د جه جيانګ ولايت په وو جن ښار کې د درېيو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو په ۱۶مه ناسته کې ګډون درلود. وزير وانګ يي د دغې ناستې مشري وکړه.

نوموړي وويل، اوسمهال نړۍ د تېرو سلګونو کلونو په پرتله د ډېر لوی بدلون په حال کې ده. ياد درې هېوادونه په نړۍ کې اغيزمن لوی هېوادونه او عمده تازه سمسور اقتصادي ځواکونه دي. نو درې هېوادونه بايد همغږۍ پياوړې کړي، بايد ګډې موافقې پراخې کړې او بايد همکارۍ نژدې کړي، تر څو په ګډه نړيواله سوله او ثبات وساتي.

له دغې ناستې وروسته درېيو هېوادونو يوه ګډه اعلاميه خپره کړه.(غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای