CRI Online

هند : يوه جنګي الوتکه مو پاکستاني ځواک غورځولې ده

cri     (GMT+08:00) 2019-02-28 10:37:05

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د هند د بهرنيو چارو د وزارت وياند د فبرورۍ د ۲۷ مې نېټې په ماسپښين د دې خبر پخلی وکړ چې د دغه هېواد د هوايي ځواک يو ميګ -21 نمبر جنګي الوتکه د همدې ورځې په سهار د پاکستاني ځواک له لوري غورځول شوې او يو پيلوټ يې ورک شوی دی.

د پاکستان پوځ مطبوعاتي ادارې د فبرورۍ په ۲۷ مه نېټه خبر ورکړ چې هوايي ځواک يې د همدې ورځې په سهار په خپل هوايي حريم کې د هند دوه جنګي الوتکې چې د هند او پاکستان تر کنترول لاندې د کشمير له بېلونکې کرښې څخه د دوی لور ته اوښتې وې، غورځولې او د خپل هېواد تر کنترول لاندې په کشمير سيمه کې يې يو هندي پيلوټ هم نيولی دی.(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای