د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې، په جنيوا کې د م م په دفتر کې او هم په سوېس کې په نورو نړيوالو سازمانونو کې د چين استازي يو جيان هوا د فبرورۍ په ۲۷ مه نېټه د م م د بشري حقونو شورا په ۴۰ مه مباحثوي غونډه کې د چين اړوند نظرونه بيان کړل او د بشري حقونو په چارو کې يې د چين د شينجيانګ پرمختګونه معرفي کړل.
يو جيان هوا په خپلو خبرو کې وړانديز وکړ چې د بشري حقونو نړيوالې چارې دې د متقابل درناوي پر بنسټ، په همکارۍ سره د ګډو ګټو په موخه او د دوامدار پرمختګ په وسيله ترسره شي.
نوموړي دې ته اشاره وکړه چې د چين حکومت د بشري حقونو پر هغه پرمختيايي لارې ټينګار کړی او کوي يې چې د خپل هېواد له واقعي وضعيت سره سمون لري،او پدې برخه کې يې ډېر برياليتوبونه ترلاسه کړي دي. د چين حکومت په شينجيانګ کې د ترهګرۍ او تندلارۍ پرضد يولړ تدبيرونه غوره کړي او هدف يې دا دی چې د ترهګرۍ او تندلارۍ د ذهنيت له اغېزو څخه د خلکو ساتل او ټولنې ته يې ستنېدل دي.
همدارنګه نوموړي زياته کړه چې چين ۵۶ قومونه لري، د بېلابېلو قومونو وګړي د وروڼو او خونديو په شان ګډ ژوند کوي، هر قوم يې د چيني ملت د لويې کورنۍ غړی دی او په ګډه سره د چيني ملت د عظمت احيا او هوسا ژوند لپاره هڅه کوي.(زرينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |