د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د تونس د ولسمشر ماڼۍ د فبرورۍ په ۲۷مه نېټه وويل، چې د عرب ليګ په سرمشريزه غونډه کې به په دې ليګ کې د سوريې د بيا ګډون په باب خبرې اترې وشي.
د دې ماڼۍ وياند سيد قراش په همدې ورځ خبري رسنيو ته وويل، اړوندو هېوادونو په تېره سرمشريزه غونډه کې په دې ليګ کې د سوريې د بيا ګډون کولو په اړه خبرې اترې کړې وې. عربي هېوادونه دا نظر لري چې د سوريې بحران دې په سياسي لاره حل شي او په دې هېواد کې دې ثبات رامنځته شي. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |