د چين د ديارلسمې دورې د ملي ولسي کانګرس دوهمه غونډه او د سياسي مشورتي کنفرانس د ديارلسمې دورې ملي کمېټې دوهمه غونډه به په جلاجلا توګه د مارچ په ۵ مه او ۳ مه نېټه په بېجينګ کې پرانيستل شي. د دغو دوو غونډو په اړه اطلاع رسولو کې د ګډون کوونکو چيني او بهرنيو خبريالانو لپاره مطبوعاتي مرکز د فبرورۍ په ۲۷ مه نېټه په رسمي توګه فعال شو. په دغه مرکز کې په لومړي ځل 5G انټرنېټ کارول شوی څو خبريالانو ته د اطلاع رسولو په برخه کې زمينه برابره شي. (زرينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |