CRI Online

د چين د قومي پاليسۍ او ملي وحدت - د شينجيانګ د اويغور کورواکې سيمې د عملياتو په عنوان ځانګړې معلوماتي ناسته په اروموچي کې تر سره شوه

cri     (GMT+08:00) 2019-02-28 11:13:03

عکس: د ترکيې د پاتريوتيک ګوند رئيس پيرين چيک په دغه ناسته کې د وينا کولو په حال کې

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېسيون د بهرنيو اړيکو څانګې او د شينجيانګ د اويغور په کورواکه سيمه کې د ياد ګوند کمېسيون د فبرورۍ په ۲۷مه نېټه په اروموچي کې د چين د قومي پاليسۍ او ملي محدت - د شينجيانګ د اويغور کورواکې سيمې د عملياتو په عنوان ځانګړې معلوماتي ناسته تر سره کړه. د ۳۰ هېوادونو د ۵۰ سياسي ګوندونو کابو ۲۰۰ بهرني مېلمنو په دې معلوماتي ناسته کې برخه درلوده.

د يادې کورواکې سيمې ګوندي منشي چن چوان ګوه په خپله وينا کې وويل، د شينجيانګ د بېلا بېلو قومونو وګړي او د هېواد د ټولو قومونو وګړي د ګډ برخليک ټولنه جوړه کړه. د چين د ۱۸مې دورې ملي کانګرس څخه راپدېخوا، د شي جين پينګ په محور د چين د کمونېست ګوند مرکزي کمېسيون د شينجيانګ کار ته ډېر مهم اهميت ورکړی دی. شينجيانګ په پراخ ډول د کمونېست ګوند قومي پاليسۍ پلي کړي، په ټينګه يې ملي وحدت ساتلی دی، په پوره توګه يې د بېلا بېلو قومونو د وګړو د مذهبي ازادۍ درناوی کړی دی او په پياوړي ډول يې د خلکو د ژوند سويه لوړه کړې ده. موږ به د شينجيانګ د ادارې پاليسۍ د هر اړخيز پلي کېدو او چيني ځانګړتيا لرونکي سوسياليستي شينجيانګ د جوړولو لپاره کوښښونه وکړو. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای