CRI Online

د ديموکراتيکې کوريا او امريکا د مشرانو تر منځ د هانوي ملاقات پيل شو

cri     (GMT+08:00) 2019-02-28 11:16:11

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د کوريا د ديموکراتيکي ولسي جمهوريت رهبر کيم جونګ ون او د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له ۸ مياشتو وروسته يو ځل بيا سره وکتل.

کيم جونګ ون او ټرمپ د ۲۷مې نېټې په شپه کې د ويتنام په پلازمينه هانوي کې د سوفيتيل په لوی هوټل کې سره وکتل او د دواړو هېوادونو د مشرانو تر منځ دوهم ملاقات پيل شو.

کيم جونګ ون او ټرمپ يو له بل سره پر لاس روغبړ کولو وروسته خبرې اترې پيل کړې او په ترڅ کې يې کله کله يو بل ته تبسم کاوه. دوی په ګډه په دې ملاقات کې د برياليتوبونو د لاس ته راوړلو هيله څرګنده کړه. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای