د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د فرانسې ولسمشر امانويل ماکرون او د جرمني صدراعظمې انګيلا ميرکيل د فبرورۍ په ۲۷مه نېټه په پاريس کې وويل، که بريتانيا غواړي له اروپايي ټولنې څخه وتل وځنډوي، فرانسه او جرمني به دغه غوښتنه تر نظر لاندې ونيسي.
ماکرون په همدې ورځ په پاريس کې له ميرکيل سره وکتل او وروسته يې په يوه ګډه مطبوعاتي غونډه کې وويل، که بريتانيا لا زياتو وختونو ته اړتيا لري او معقوله غوښتنه وړاندې کړي، موږ به د دې هېواد غوښتنه تر نظر لاندې ونيسو. خو هغه به عين وخت کې پر دې ټينګار وکړ چې له اروپايي ټولنې څخه د بريتانيا د وتلو په باب خبرې اترې به بيا پيل نه شي، بريتانيا دې خپله لار مشخصه کړي.
ميرکيل د ماکرون له يادو خبرو سره موافقه وکړه، هغې وويل، جرمني به د بريتانيا غوښتنه تر نظر لاندې ونيسي، خو د دې مسئله د حل و فصل پلان دې وموندل شي. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |