CRI Online

په ۲۰۱۸ کال کې په چين کې لس لوی علمي پرمختګونه اعلان شول

cri     (GMT+08:00) 2019-02-28 15:53:56

د چين د اقتصادي معلوماتو ورځپاڼې د خبر له مخې، د چين د ساينس وزارت د بنسټيزو څېړنو مرکز د فبرورۍ په ۲۷ مه نېټه د ۲۰۱۸ کال لپاره په چين کې لس لوی علمي پرمختګونه اعلان کړل چې پکې کلوڼي بېزو، نانوربوټ او داسې نور علمي پرمختګونه شامل دي.

د معلوماتو له مخې د يادو لسو لويو علمي پرمختګونو د ټاکلو بهير پر دريو پړاونو وويشل شو او پکې له ټولو ګډون کوونکو پروګرامونو څخه ۳۰ پروګرامونه وروستي پړاو ته داخل شول. د چين د ساينس وزارت د بنسټيزو څېړنو د مرکز مشر ليو مين وايي، په دغه علمي ټاکنو کې يو شمېر مشهورو بهرنيو کارپوهانو د قضاوت کوونکو په توګه دنده ترسره کړې او پکې ۲۲ تنو په درجه بندۍ کې د مخکښو لسو علمي پروګرامونو په اړه مثبتې ارزيابۍ کړې دي.(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای