د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين کمونېست ګوند د مرکزي کميټې عمومي منشي، د دولت رئيس او د مرکزي پوځي کمېټې مشر شي جين پينګ به د مارچ په لومړۍ نېټه د چيو شه په نامه مجله کې په نوې پيلامه کې د دولتي نظارت د ميکانيزم د اصلاحاتو د ژوروالي تر سرليک لاندې يوه مقاله خپره کړي.
په دې مقاله کې راغلي چې د دولتي نظارت د ميکانيزم د اصلاحاتو ژوروالی د چين کمونېست ګوند د نولسم ملي کانګريس لهد روحيې سره سم د ګوند او هېواد د نظارت سيستم د بشپړوالي مهم ترتيب دی او د حکومتوالۍ د سيستم او توان د پياوړتيا لپاره مهم ګام دی. د ګوند د دسپلين ميکانيزم او د هېواد د نظارت ميکانيزم په برخو کې دې اصلاحات پياوړې شي او د فساد پر ضد دې مبارزه له قوانينو او معيارونو سره سم تر سره شي،څو چې په نوې زمانه کې د چين ځانګړتيا لرونکی سوسياليستيک ميکانيزم بشپړ شي او د ګوند د هراړخيزې او جدي ادارې د تامين زمينه برابره شي.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |