د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ د فبرورۍ د ۲۸مې نېټې له غرمې وروسته په هانوې کې په يوه خبري ناسته کې د دې خبر پخلی وکړ چې د امريکا او د کوريا ديموکراتيک ولسي جمهوريت د مشرانو ترمنځ دوهمه کتنه کې هيڅ سند نه دی لاسليک شوی.
هغه وويل، چې په تېرو دوو ورځو کې ملاقات اغېزمن و، خو هيڅ سند نه دی لاسليک شوی. دواړو خواوو زيات انتخابونه لري، خو پريکړه يې کړې چې هيڅ ګام به پورته نه شي.
ټرمپ وويل، دواړو خواوو په کتنه کې پر ديموکراتيکې کوريا د بنديزونو د ليري کولو په شمول د مسئلو په اړه د نظريو اختلاف موجود و.
تر اوسه پورې ديموکراتيکې کوريا د يادې کتنې په اړه هيڅ نه دی ويلی.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |