CRI Online

د چين د سوداګرۍ وزارت وياند: چين به د بهرنيو پانګه اچوونکو لخوا د پاملرنې وړ مسئلو د حلولو لپاره هڅې وکړي

cri     (GMT+08:00) 2019-02-28 19:06:09

د چين د سوداګرۍ وزارت وياند ګاو فنګ د فبرورۍ په ۲۸مه نېټه د دغه وزارت په يوه نوبتي خبري ناسته کې وويل، چين به په ټينګار سره د ورخلاصون د پراختيا، په چين کې د بهرنيو پانګه اچوونکو د پانګونو چاپيريال د ښه والي او د بهرنيو پانګه اچوونکو لخوا د پاملرنې وړ مسئلو د حلولو لپاره هڅې وکړي، تر څو بهرنيو پانګه اچوونکو ته د پانګونو لا جاذبه زمينه برابره کړي.

د معلوماتو له مخې، څو ورځې مخکې، په چين کې د امريکايي سوداګرو ټولنې لخوا د چين د سوداګريز چاپيريال د پلټنې راپور خپور شوی. د دغه راپور له مخې، چين د کورني بازار د مثبت پرمختګ او د سوداګريز چاپيريال د ښه والي له امله په مداومه توګه په ټولې نړۍ کې د پانګه اچوونکو لومړۍ موخه ګرځېدلی. په عين وخت کې د دغه راپور په پلټونکو تصديو کې د اويا سلنې تصديو په ۲۰۱۸م کال کې ګټې واخيستې. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای