CRI Online

سوله، ثبات، سمسورتيا او جامعيت - د بهرنيو هېوادونو د ګوندونو د استازو په سترګو کې د شينجيانګ حالت

cri     (GMT+08:00) 2019-02-28 19:14:35

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د قومي تګلارو او ملي وحدت - د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د بهرنيو اړيکو څانګې او په دغه کورواکه سيمه کې د ياد ګوند د کمېټې لخواد شينجيانګ د اويغور کورواکې سيمې د عملياتو تر عنوان لاندې ځانګړې معلوماتي ناسته د فبرورۍ په ۲۷مه نېټه د دغې سيمې په مرکز اروموچي کې تر سره شوه. د شاوخوا دېرشو هېوادونو د پنځوسو ګوندونو کابو دوه سوو استازو په دغه ناسته کې ګډون درلود. تر دې مخکې، يادو استازو له شيجينګ څخه ليدنه کړې او په مستقيمه توګه يې د شيجيانګ اقتصادي او ټولنيز پرمختګ احساس کړی دی.

سوله، ثبات، سمسورتيا، جامعيت، متنوع والی او مساوات - د افغانستان د ولسمشر عالي سلاکار قارم له شينجيانګ څخه د ليدنې په وخت کې لاندې څو کلمې يادې کړې. د ده په اند، د څو قومونو د استوګنې سيمې په توګه په شينجيانګ کې اقتصادي پرمختګ او ملي وحدت يو له بل سره نژدې اړه لري. د ليدو وړ ځای دا دی چې د چين کمونېست ګوند تر لارښوونې لاندې په يادو دوو برخو کې برياليتوبونه تر لاسه شوي دي.(غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای