CRI Online

چين له هند او پاکستان څخه غوښتنه کوي چې خپله سړه سينه وساتي او ژر تر ژره خبرې اترې شروع کړي

cri     (GMT+08:00) 2019-02-28 19:19:54

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند لو کانګ د فبرورۍ په ۲۸مه نېټه په بېجينګ کې وويل، چين د هند او پاکستان ترمنځ د اوسنيو حالاتو په اړه اندېښمن دی او له دواړو هېوادونو څخه غوښتنه کوي چې ژر تر ژره خبرې اترې شروع کړي، د حالاتو د کنترول لپاره هڅې وکړي او په ګډه توګه سوله ييزه سوله او ثبات وساتي.

نوموړي زياته کړه چې چين په تېرو څو ورځو کې د اوسنۍ اوضاع په مناسبت له هند او پاکستان سره نژدې تماسونه نيولي او د سوله ييزو خبرو اترو د تر سره کېدو لپاره يې هڅې کړې. چين دې ته پاملرنه کوي چې پاکستان او هند څرګنده کړي چې نه غواړي اوسني حالات سخت شي. نو چين له دواړو هېوادونو څخه غوښتنه کوي چې يو بل ته تګ راتګ وکړي او د ډيالوګ له لارې دغه مسئله حل کړي. چين به په مداومه توګه رغنده رول ولوبوي.(غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای