CRI Online

د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ۱۳م ملي کمېسيون دوهمه عمومي غونډه به د مارچ په ۳مه نېټه په بېجينګ کې پرانيستل شي

cri     (GMT+08:00) 2019-02-28 20:14:21

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ۱۳م ملي کمېسيون د دايمي کمېټې پنځمه غونډه د فبرورۍ په ۲۸مه نېټه په بېجينګ کې پرانيستل شوه. د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو دايمي غړي او د ياد کمېسيون مشر وانګ يانګ د دغې غونډې په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون وکړ.

په دغه غونډه کې د ياد کمېسيون د دوهمې عمومي غونډې د تر سره کېدو په اړه يو پريکړه ليک تصويب شو. د دغه پريکړه ليک له مخې به د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ۱۳م ملي کمېسيون دوهمه عمومي غونډه د مارچ په ۳مه نېټه په بېجينګ کې پرانيستل شي.(غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای