په دې وروستيو ورځو کې د امريکا مامورينو څو ځلې ويلي چې امريکايي پوځ به په دوامداره توګه په جنوبي سمندر کې د بيړيو ازاد تګ راتګ ترسره کړي. د چين د دفاع وزارت وياند ژن ګوه چيانګ د فبرورۍ په اته ويشتمه نېټه په بېجينګ کې وويل، چين د امريکا له دې څرګندونې سره ټينګ مخالفت کوي. سمندري تګ راتګ دې په خپل سر نه، بلکې ازادي دې د قوانيو په رڼا کې وي.
ژن ګوه چيانګ وويل، چين له دې سره سخت مخالفت کوي چې کوم هېواد د بېړيو د ازاد تګ راتګ په پلمه لمسوونکی عمل تر سره کړي او د سمندر پر غاړو د پرتو هېوادونو حاکميت او خونديتوب او حتی سيمه ييزې سولې او ثبات ته ګواښ رسوي. چين له امريکا څخه غواړي چې په ريښتني توګه د چين د ملي حاکميت او امنيت درناوی وکړي ، د سولې، ثبات او ارامتيا د ساتلو په اړه د سيمه ييزو هېوادونو د ګډو هيلو احترام وکړي او په جنوبي سمندر کې دې خپل لمسوونکي عملونه ختم کړي. د چين ځواکونه به د خپل هېواد د حاکميت او امنيت او د سيمه ييزې سولې او ارامتيا د ساتلو لپاره کلک تدبيرونه ونيسي.
ژن ګوه چيانګ وويل، شک نه شته چې چين د جنوبي سمندر پر ټاپوګانو او شاوخوا سمندري قلمرو حاکميت لري. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |