CRI Online

په هانوي کې د امريکا او د کوريا ديموکراتيک ولسي جمهوريت د مشرانو تر منځ ملاقات تر ټاکلي پلان مخکې پای ته ورسيدل

cri     (GMT+08:00) 2019-03-01 11:30:41

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د ويتنام په هانوي کې د امريکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د کوريا ديموکراتيک ولسي جمهوريت رهبر کيم جون ګاون تر منځ دوهم ملاقات د فبرورۍ د ۲۸مې نيټې له غرمې وروسته پر ټاکلي پلان مخکې پای ته ورسيدل. دا چې پر ديموکراتيکې کوريا د بنديزونو د ليري کولو او د ذروي وسلو د پاکولو په برخه کې د دواړو خواوو تر منځ اختلافونه شته، نو دواړو خواوو هېڅ ګډ سند نه دی لاسليک کړی.

د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو له کتنې وروسته يوه خبري ناسته کې وويل چې په ياده کتنه کې واقعي پرمختګونه تر لاسه شوي، خو ديموکراتيکې کوريا د امريکا نورې غوښتنې نه دې پوره کړې او هېله لري چې د دواړو خواوو پلاوي په نږدې راتلونکې کې بيا سره وګوري.

د ديموکراتيکې کوريا د بهرنيو چارو وزير ري يونګ هو د مارچ په لومړۍ نېټه په هانوي کې وويل چې ديموکراتيکې کوريا په کتنه کې يوازي پر ځان باندې د ځينو بنديزونو ليري کولو غوښتنه کړې، که امريکا له دې سره موافقه وکړي، ديموکراتيکه کوريا به په دايمي ډول په يونګبيون کې د ذروي توکيو د توليد تاسيسات له منځه يوسي. د امريکا د انديښنو د کموالي لپاره ديموکراتيکې کوريا په اصلي ډول دا پلان درلود چې په ليکلې توګه ژمنه وکړي چې په دايمي توګه ذروي ازموينې او د ليری فاصله راکټ د توغولو ازموينې ختمې کړي، خو امريکا په کتنه کې تل له ديموکراتيکې کوريا څخه غوښتنه کړې چې د يونګ بيون د ذروي تاسيساتو پر له منځ وړلو سره بېره دې يو بل تدبير تر سره کړي. له دې څخه څرګندېږي چې امريکا نه غواړي د ديموکراتيکې کوريا لايحه ومني. هغه وويل که امريکا په راتلونکې کې د سلامشورو د بيا پيل غوښتنه وړاندې کړي، د ديموکراتيکې کوريا دغه لايحه به بدل نه شي.

ژباړونکې:ډيوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای