CRI Online

د کوريا جمهوريت د امريکا او د کوريا ديموکراتيک ولسي جمهوريت د مشرانو تر منځ په کتنه کې د هيڅ سند د نه لاسليک په هکله خواشينې څرګنده کړه

cri     (GMT+08:00) 2019-03-01 11:33:03

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د کوريا جمهوريت د ولسمشرۍ ماڼۍ چيونګ وا دای وياند کيم يوی کيوم د فبرورۍ په ۲۸مه نېټه وويل: دغه هېواد په هانوی کې د امريکا او ديموکراتيکې کوريا د مشرانو تر منځ په کتنه کې د هيڅ سند د نه لاسليک په هکله خواشيني دی، خو په دې کتنه کې اهميت لرونکي پرمختګونه تر لاسه شوي دي. په همدې ورځ د روسيې د بهرنيو چارو وزارت وياندې ماريا زاخاروا وويل چې مسکو د دواړو خواوو تر منځ د خبرو اترو ملاتړ کوي.

کيم يوي کيوم وويل چې د امريکا او ديموکراتيکې کوريا مشرانو په اوږد وخت کې د سلامشورو له لارې يو د بل د حالت په هکله ژور او پراخ مالومات تر لاسه کړي دي.

زاخاروا په همدې ورځ په مسکو کې وويل چې روسيې د ټرمپ او کيم جون ګاون تر منځ د خبرو اترو د دوام کولو د نظريې فعاله ارزونه وکړه او ويې ويل چې دغه نظريه بايد د نژدې کېدو په لور د واقعي تدبيرونو په وسيله ټينګه شي او يو بل ته د ګذشت کولو او يو پر بل د اعتماد ټينګولو پر بنسټ پرمختګ ومومي.

ژباړونکې:ډيوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای