د چين د دفاع وزارت وياند ژن ګوه چيانګ د فبرورۍ په ۲۸مه نېټه په يوه نوبتي مطبوعاتي غونډه کې وويل. د پروسږ کال څخه راپدېخوا، د چين او جاپان د دفاعي چارو ادارو په مثبته توګه خپلمنځي دفاعي تبادلې او همکاري پر مخ وړي، په رسمي ډول يې د دواړو هېوادونو تر منځ د سمندري او هوايي تماسونو ميکانيزم پيل کړ، د دې ميکانيزم د لومړي پړاو کلنۍ غونډه او ځانګړې غونډه يې جوړه کړه او د سوتفاهمونو د له منځه وړلو او د جنوبي سمندر د سولې او ثبات د ساتنې لپاره يې مهم رول لوبولی.
ژن ګوه چيانګ وويل، د چين او جاپان تر منځ دفاعي تبادلې او همکاري د دواړو هېوادونو تر منځ د اړيکو مهمه برخه ده. اوس د چين او جاپان تر منځ اړيکې عادي شوې دي. چين غواړي چې د لاسليک شويو موافقه ليکونو د پلي کولو، د دفاعي ادارو تر منځ د تبادلې د پياوړتيا، د خپلمنځي توپيرونو د کنټرول، د امنيت په ساحه کې د متقابل اعتماد د زياتوالي لپاره له جاپان سره يو ځای ګډ کوښښونه وکړي. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |