د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو او د دولتي شورا مرستيال صدراعظم هان جنګ د فبرورۍ په ۲۸مه نېټه د بېجينګ، تيان جين ښارونو او هه بې ولايت د ګډ پرمختګ د لارښوونکي ګروپ غونډې مشري وکړه. هغه په دې غونډه کې د يادو سيمو د ګډ پرمختګ په اړه د رئيس شي جين پينګ د وينا روحيه په ژوره توګه پلې کړې او د روان ۲۰۱۹ کال مهم کارونه يې ترتيب کړل.
هان جنګ وويل، سږ کال د بېجينګ، تيان جين ښارونو او هه بې ولايت د ګډ پرمختګ ستراتيژۍ د پلې کېدو له ۵مې کاليزې سره برابر دی. موږ بايد د رئيس شي جين پينګ د وينا روحيه په کارونو کې تطبيق کړو او د يادو سيمو په ګډ پرمختګ کې د لا ستر برياليتوب د تر لاسه کېدو لپاره هڅې وکړو. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |