د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د دولتي شورا غړي او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د فبرورۍ په ۲۸ مه نېټه په بېجينګ کې په جلا جلا توګه په بهرنيو چارو کې د فرانسې د ولسمشر له سلاکار فيليپ يتيني، د کوريا ديموکراتيک ولسي جمهوريت د بهرنيو چارو د وزير له مرستيال ري کيل سونګ او د امريکا د بهرنيو چارو د پخواني وزير له مرستيالې سوسان شيرک سره وکتل.
نوموړي له فيليپ يتيني سره په خبرو کې وويل چې سږ کال د چين او فرانسې تر منځ د سياسي اړيکو د جوړيدو له ۵۵مې کاليزې سره برابر دی، دواړه خواوې دې په سږ کال کې د دواړو هېوادونو تر منځ د لوړې کچې تګ راتګ په ښه توګه تنظيم کړي او د مشرانو د کتنو له لارې دې د چين او فرانسې تر منځ د هراړخيزې همکارۍ اړيکو ته پرمختګ ورکړي.
وانګ يي له ري کيل سونګ سره په خبرو کې وويل چې سږ کال د چين او د کوريا ديموکراتيک ولسي جمهوريت تر منځ د سياسي اړيکو د جوړېدو له ۷۰ کاليزې سره برابر دی، دواړه خواوې دې په نوې زمانه کې د چين او د کوريا ديموکراتيک ولسي جمهوريت تر منځ اړيکو د پرمختيا په اړه د دوو مشرانو له خوا تر لاسه شوې مهمې ګډې نظريې په ګډه توګه پلې کړي تر څو د دوو هېوادونو تر منځ اړيکې نوی پرمختګ ومومي.
(مينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |