CRI Online

د ايران ولسمشر حسن روحاني به عراق ته لومړی سفر وکړي

cri     (GMT+08:00) 2019-03-01 16:21:42
د ايران ولسمشر حسن روحاني به عراق ته لومړی سفر وکړي

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د ايران تسنيم خبري اژانس د فبرورۍ په ۲۸مه نېټه خبر ورکړ، د ايران ولسمشر حسن روحاني به د بغداد په بلنه د مارچ په ۱۱مه نېټه له عراق څخه لومړي رسمي ليدنه وکړي.

د خبر له مخې، روحاني به د يوه عالي رتبه پلاوي په مشرۍ له بغداد څخه رسمي ليدنه وکړي. د ايران د بهرنيو چارو مرستيال وزير عباس عراقچي څو ورځې مخکې په بغداد کې د عراق له لومړي وزير عادل عبدالمهدي سره کتلي او د روحاني د سفر لپاره يې ځينې تياريانې کړې دي. د روحاني دغه سفر به په داسې حال کې ترسره شي چې امريکا پر ايران باندې بنديزونه بيا لګولي او د عراق او ايران ترمنځ د اقتصادي او سوداګريزو اړيکو له پياوړتيا سره مخالفت کوي. خو د عراق د بهرنيو چارو وزير څو ورځې مخکې ويلي، عراق پر ايران باندې د امريکا د بنديزونو د مراعات دنده نه لري، عراق به له ايران سره د سوداګريزو اړيکو د لا ټينګښت لپاره تدبيرونه ونيسي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای