CRI Online

د جنوب ختيځې اسيا د هېوادونو د رسنيو استازو له شينجيانګ څخه ليدنه وکړه

cri     (GMT+08:00) 2019-03-01 16:49:36
د جنوب ختيځې اسيا د هېوادونو د رسنيو استازو له شينجيانګ څخه ليدنه وکړه

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د فبرورۍ له ۲۲مې نېټې څخه تر ۲۷مې نېټې پورې، د اندونيزيا او ماليزيا په شمول د اسيان د غړو هېوادونو څخه راغلو د رسينو ۱۱ تنو شخصيتونو له شينجيانګ څخه ليدنه وکړه. دوی د مسلکي مهارتونو په روزنيزو مرکزونو کې له زده کوونکو سره مرکې وکړې او د ځايي وګړيو ژوند يې ليدلی. د دوی په اند، اوس په شينجيانګ کې ټولنه هوسا او باثباته ده او رنګارنګ کلتورونه غوړېږي، په شينجيانګ کې د اقتصاد پرمختګ او د خلکو ژوند ضمانت ليدل کېږي. دوی هيله لري چې چين له نورو هېوادونو سره اړوندې تجربې شريکې کړي.

د اندونيزيا د کومپاس ورځپاڼې عالي رتبه ايډيټر نوګروهو فيری يودهو د چين د حکومت ستاينه وکړه او و يې ويل د چين حکومت په پخپله د توندلارۍ او ترهګرۍ پر ضد د مبارزې لپاره يوه داسې ځانګړې لاره پيدا کړه چې له خپلو حالاتو سره يې سمون خوري. د هند د IDN خبري ويبپاڼې عمومي ايديټرې زولفياني وويل، په کشغر او ختن سيمو کې د مسلکي مهارتونو روزنيز مرکزونه ډېر ښه دي، په دغو مرکزونو کې د چين د ملي ژبې، نڅا او د توندلارۍ د له منځه وړلو په اړه ټول درسونه د خوشحالۍ په فضا کې ترسره شوي. دغه شان رونيزې لارې چارې د ترهګرۍ، توندلارۍ او بېلتون غوښتنې سره د مقابلې لپاره يوه عادي طريقه ده. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای