CRI Online

د پاکستان صدارعظم اعلان وکړ چې بندي شوی هندي پيلوټ به د مارچ په لومړۍ نېټه خوشي شي

cri     (GMT+08:00) 2019-03-01 17:06:35

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د پاکستان صدراعظم عمران خان د فبرورۍ په ۲۸مه نېټه اعلان وکړ چې پاکستان به له هند سره د اړيکو د ښه والي لپاره د مارچ په لومړۍ نېټه بندي شوی هندي پيلوټ خوشي کړي او غواړي چې له دې لارې هند ته خپل ښه نيت وښيي.

نوموړي په همدې ورځ د پاکستان او هند ترمنځ د شخړې په اړه د پاکستان د مشرانو جرګې او پارلمان په يوه ګډه غونډه کې ياده څرګندونه وکړه. نوموړي وويل، جګړه او د شخړې سختوالی د مسئلې د حلولو لار نه ده. د حالاتو د ښه والي لپاره د پاکستان زيارونه د کمزورۍ او ناتوانۍ نښه نه ده.

نوموړي وويل، هغه دوه هېوادونه چې ګڼ وژونکې وسلې لري، بايد جګړې ته په لاره کې ګام پورته نه کړي. پاکستان له هند سره په سوله ييزه توګه د ښه ژوند په تمه دی، نو خپله سړه سينه ساتي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای