CRI Online

په ايران کې د خوشحال پسرلني اختر په نوم د شپږم پړاو فعاليت تر سره شو

cri     (GMT+08:00) 2019-03-01 17:11:23

په ايران کې د چين سفارت او د ايران او چين ترمنځ د دوستۍ ټولنې د فبرورۍ له ۲۸مې نيټې څخه د مارچ تر لومړۍ نيټې پورې په ګډه سره د تهران د نياوران په تاريخي کلتوري مرکز کې د خوشحالۍ پسرلني اختر په نوم د شپږم پړاو فعاليت تر سره کړ. په ايران کې د چين لوی سفير پانګ سن، د ايران د کلتوري اثارو،لاسي صنعت او سيلانۍ سازمان مرستيال رئيس محمد حسن طالبيان او د ايران او چين ترمنځ د دوستۍ ټولنې مشر احمد محمدي په دې فعاليت کې ګډون وکړ.

سفير پانګ سن د دې فعاليت په پرانيستونکو مراسمو کې وويل چې پسرلنی اختر په چين تر ټولو مهم عنعنوی اختر ګڼل کيږي او د ايران له نوروز اختر سره يو شان معنی لري چې پسرلی رارسيږي او په طبيعت کې هر اړخيز بدلون رامنځته کيږي.نو دغه اختر د خوشحاليو او هيلو څخه ډک اختر دی.سفير پانګ وويل(اواز............) په نوي کال کې نوې هيلې رامنځته کيږي. روان کال د چين د ولسي جمهوريت د جوړېدو له اويايمې کاليزې سره برابر دی او چينايان د يوې شتمنې ټولنې د ابادۍ په برخه کې د وروستي برياليتوبونو د تر لاسه کولو لپاره هځه کوي.د چين او ايران ترمنځ د سياسي اړيکو نوې پاڼه هم پرانيستل شوه. څه موده دمخه د ايران د اسلامي شورا مشر علي لاريجاني په برياليتوب سره له چين څخه ليدنه وکړه .دا ليدنه د دې ښودنه کوي چې دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې به په نوي کال کې نوی پرمختګ ومومي.

تر يادو مراسمو وروسته د چين د شاو لين د ګونګ فو پلاوي او د ايران د سور ښامار په نوم نړيوال پلاوي نندارچيانو ته فوق العاده ننداره وړاندې کړه. د ايران او چين ترمنځ د دوستۍ ټولنې رئيس احمد محمدي زمونږ له خبريال سره د مرکې په ترڅ کې وويل چې د چين او ايران د خلکو له خوا د چيني پسرلني اختر او د نوروز اختر لمانځل د دواړو هېوادونو د خلکو ترمنځ د متقابل تفاهم او دوستۍ د پياوړتيا لپاره ګټور دي. هغه وويل(اواز........) د ننني فعاليت موخه د چين د نوي کال او زمونږ د نوروز اختر نمانځل دي. دغه ډول فعاليتونه هرو مرو د دواوړ هېوادونو ترمنځ د کلتوري، ټولنيزو ، اقتصادي او حتی سياسي اړيکو د پرمختګ لپاره ګټور دي او له دې کبله د دواړو هېوادونو د خلکو ترمنځ متقابل تفاهم ژور شوی او دوه اړخيزې همکارۍ پياوړې شوې دي. څرنګه چې په روان کال کې نړيواله فضاځانګړې ده او پر ايران د امريکا بنديزونه روان دي، نو دغه فعاليت د اهميت وړ دی. زه هم هيله لرم چې ياد فعاليت به بريالی شي.

پر يادې نندارې سربيره په دغه فعاليت کې د غيرکلتوري ميراثونو د ښودلو ،ساعتېريو،د يادګاري موادو د پلورلو، خوړو او عنعنوي جامو په اړه برخې شاملې دي.د چين د عنعنوي جامو په اړه په نندارخونه کې ځوانو ايرانيانو په وار سره د چين عنعنوي جامې واغوستې او عکسونه يې واخيستل. ايراني فارورتيش وويل (اواز...........) دغه فعاليت په زړه پورې دی او چيني ځانګړتيا لري. د دغې نندارې تر کتلو وروسته مې داسې احساس وکړ چې لکه په چين کې چې وم او د دې ترڅنګ د چين د کلتور په باب مې لازيات معلومات تر لاسه کړل. ډېره خوشحال يم چې د نوروز د رارسېدو پر مهال له دومره زياتو کسانو سره د چين پسرلنی اختر نمانځم او ښه فضا احساسوم.

د خوړو په نندارخونه کې وګړو ليکې جوړې کړې او د چين خوړو اشپزان ډېر بوخت وو. که څه هم په همدې ورځ بارانونه واورېدل اوهوا يې ډېره سړه وه، خوله دې سره سره ګډون کوونکو په شوق او ذوق سره په دې فعاليت کې ګډون وکړ.

د خبر له مخې په ايران کې د چين سفارت د چين د ۴۰ کلنو اصلاحاتو او ورخلاصون په نوم نړيوال نندارتون هم تر سره کړ.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای