CRI Online

د امريکا د بهرنيو چارو وزير ميک پومپيو: امريکا غواړي په مداومه توګه له کوريا ډيموکراتيک ولسي جمهوريت سره د کوريا له ټاپووزمې څخه د ذروي وسلو د پاکولو تر مطلب لاندې ډيالوګ وکړي

cri     (GMT+08:00) 2019-03-01 17:45:52

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا د بهرنيو چارو وزير ميک پومپيو د مارچ په لومړۍ نېټه د فليپين په پلازمېنه مانيلا کې وويل، امريکا بيړنۍ هيله لري چې په مداومه توګه له کوريا ډيموکراتيک ولسي جمهوريت سره د کوريا له ټاپووزمې څخه د ذروي وسلو د پاکولو تر مطلب لاندې ډيالوګ وکړي.

نوموړی د فبرورۍ په ۲۸مه نېټه د ويتنام له پلازمېنې هانوي څخه د فليپين پلازمېنې مانيلا ته وخوځېد او له فليپين څخه يې په رسمي ليدنه پيل وکړ. نوموړي د مارچ د لومړۍ نېټې په سهار د فليپين د بهرنيو چارو له وزير تيودورو لوچين سره له خبرو اترو نه وروسته په يوه خبري ناسته کې وويل، امريکا بيړنۍ هيله لري چې د خبرو اترو د ميز تر څنګ بيا کيني او په مداومه توګه له ډيموکراتيکې کوريا سره د کوريا له ټاپووزمې څخه د ذروي وسلو د پاکولو په اړه خبرې اترې وکړي، تر څو د ډيموکراتيکې کوريا سوله او ثبات وساتل شي، د دغه هېواد د خلکو ژوند ښه شي او له يادې ټاپووزمې څخه د ذروي وسلو د پاکولو موخه تر سره شي.(غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای