CRI Online

يانګ جې چه د امريکا د بهرنيو چارو له وزير ميک پومپيو سره ټلېفوني خبرې اترې وکړې

cri     (GMT+08:00) 2019-03-01 20:43:44

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېسيون د سياسي بيورو غړي او د دغې کمېسيون د بهرنيو چارو کاري کمېټې د دفتر مشر يانګ جې چه د امريکا په بلنه د دغه هېواد د بهرنيو چارو له وزير ميک پومپيو سره ټلېفوني خبرې اترې وکړې.

وزير پومپيو په دغو خبرو اترو کې په ويتنام کې د امريکا او د کوريا ډيموکراتيک ولسي جمهوريت د رهبرانو ترمنځ د کتنې معلومات شريک کړ او ويې ويل چې امريکا به له ډيموکراتيکې کوريا سره پر تماس نيولو ټينګار وکړي او په مداومه توګه به د ډيالوګ له لارې د کوريا ټاپووزمې مسئلې د حلولو لپاره هڅې وکړي. امريکا د دغې مسئلې د حلولو په بهير کې د چين د مثبت رول ستاينه کوي او غواړي له چين سره همغږۍ وکړي.

ښاغلي يانګ جې چه وويل، د کوريا ټاپووزمې مسئله پيچلې ده او په ساده توګه حل نه شي کېدای. هيله لري چې امريکا او ډيموکراتيکه کوريا پر باور او صبر ټينګار وکړي او خبرو اترو ته دوام وکړي، تر څو نوې پايلې او ترقۍ تر لاسه شي. چين غواړي په مداومه توګه د دغې مسئلې د حلولو لپاره رغنده رول ولوبوي.(غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای