CRI Online

د چین د ولسي سیاسي مشورتي کنفرانس د ۱۳ مې دورې ملي کمیټې دوهمه غونډه به پیل شي

cri     (GMT+08:00) 2019-03-02 16:04:42
د چین د ولسي سیاسي مشورتي کنفرانس د ۱۳ مې دورې ملي کمیټې دوهمه غونډه به پیل شي

د چین نړیوالې راډیو د خبر له مخې د چین د ولسي سیاسي مشورتي کنفرانس د ۱۳ مې دورې ملي کمیټې دوهمه عمومي غونډه به د روانې میاشتې د ۳ مې نیټې له غرمې وروسته په ۳ بجو په بیجینګ کې پیل شي. په هماغه وخت کې به د چین میډیا ګروپ نړیواله رادیو په چیني او انګلیسي ژبو ژوندۍ غږیزه خپرونه وکړي او د چین میډیا ګروپ مینوال کولی شي د راډیویي چنلونو،ویب سایټونو او China Plus موبایل سافوټ ویر له لارې یې واوري او وګوري. د دې ترڅنګ به د سي ار ای ان لاین په ویب سایټ کې ژوندۍ ویډیویي خپرونه هم ترسره شي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای