CRI Online

پاکستان د هند پیلوټ خوشې کړ

cri     (GMT+08:00) 2019-03-02 16:17:35

پاکستان د هند پیلوټ خوشې کړ

د سین هوا اژانس د خبر له مخې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د روانې میاشتې په ۱ نیټه اعلان وکړ چې پاکستان په همدې ورځ نیول شوی هندي پیلوټ خوشې کړ او هند ته یې وسپاره.

د ځایي خبري رسنیو د خپرونې له مخې پاکستان د مارچ د ۱ نیټې له غرمې وروسته په ۳ بجو ۵۰ دقیقو شاوخوا نیول شوی هندي پیلوټ واګه بندر ته یووړ او د اړوند سند له بشپړولو وروسته یی هند ته وسپاره.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې د ښه نیت د څرګندولو او له هند سره د تاوتریخوالي د کمښت په مقصد یی یاد هندي پیلوټ خوشې کړ. د پاکستان خارجه وزیر شاه محمود قریشی وویل چې پاکستان بې له کوم شرط د هند پیلوټ خوشې کړ او دا ښيي چې پاکستان سوله پاله هیواد او ښه ګاونډی دی.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای