CRI Online

يو کمربند او يوه لاره اړوندو هېوادونو ته هيله بښونکی پرمختګ رسوي

cri     (GMT+08:00) 2019-03-02 20:50:53

د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ۱۳مې دورې ملي کميټې د دوهمې عمومي غونډې مطبوعاتي وياند ګو وې مين د مارچ په ۲مه نېټه په بېجينګ کې وويل، د يو کمربند او يوې لارې وړانديز د بېلابېلو خواوو ملاتړ تر لاسه کړی دی. د تېر کال تر پايه څه باندې ۱۰۰ هېوادونو او نړيوالو سازمانونو د يو کمربند او يوې لارې په ابادۍ کې ګډون کړی او په دې برخه کې يو لړ مهم پروګرامونه پلي شوي دي چې ځايي اقتصاد ته يې وده ورکړې ده، له دې امله ياد وړانديز د يو کمربند او يوې لارې په اوږدو کې د ډېرو هېوادونو لخوا منل شوی او د نړۍ لخوا ستايل شوی دی.

ګو وې مين دغه خبرې د يادې غونډې په لومړۍ مطبوعاتي ناسته کې وکړې. د يو کمربند او يوې لارې د نړيوالو همکاريو دوهم سرمشريز فورم به د سږکال په اپريل کې په بېجينګ کې تر سره شي.

(فرشته)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای