د چین میډیا ګروپ د مارچ په ۲مه نیټه په بېجینګ کې د ګوانګ دونګ له ولایتي حکومت سره د ستراتیژیکې همکارۍ د ژورتیا چوکاټي تړون لاسلیک کړ.
د چین د کمونیست ګوند د مرکزي کمیټې د سیاسي بیورو غړي او په ګوانګ دونګ ولایت کې د ګوندي کمیټې منشي لي شي د یاد تړون د لاسلیکولو په مراسمو کې ګډون کړی و. د چین د کمونیست ګوند د مرکزي کمیټې د مطبوعاتي ادارې مرستیال او د چین میډیا ګروپ مشر شن های شیونګ او د ګوانګ دونګ ولایت د ګوندي کمیټې مرستیال او والي ما شینګ ژوی د دواړو خواوو په استازیتوب تړون لاسلیک کړ او ویناوې یې وکړې.
د یاد تړون له مخې به د چین میډیا ګروپ په ګوانګ جو ښار کې یو عمومي مقر او یو عمومي سټېشن اباد کړي او په شن جن ښار کې د نیوز مرکز جوړ کړي. دواړه خواوې به د همکاریو میکانیزم جوړ کړي او د 5Gاو 4K د نوي میډیا تخنیک د کارولو او د 4K/8K د ډیزاین او پرمختګ په برخو کې به همکاري وکړي.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |