د چین نړیوالې راډیو د خبر له مخې د چین عالي سیاسي مشورتي ارګان کلنۍ غونډه د روانې میاشتې په ۳ مه نیټه له غرمې وروسته په بیجینګ کې پیل شوه او د شي جین پینګ په ګډون د چین د ګوند او حکومت مشرانو د دغې غوڼدې د پیل په مراسمو کې ګډون وکړ.
د چین د ولسي سیاسي مشورتي کنفرانس د ملي کمیټې رئیس وانګ یانګ د دایمي کمیټې په استازیتوب په خپل کاري راپور کې وویل چې ۲۰۱۹ کال په پوره توګه د نسبتاً سمسورې ټولنې د جوړولو یو کلیدي کال دی نو د ولسي سیاسي مشورتي کنفرانس ملي کمیټه باید خپل رول پیاوړې کړي، باید مهمو مسئلو ته پاملرنه ورکړي، باید د سیاسي مشورې، دېموکراتیکې څارنې او په سیاست کې د ګډون کولو په برخو کې خپل مسولیت واخلي او باید د ګډو موافقو د ترلاسه کولو په موخه د خپلو سیاسي وړاندیزونو کیفیت لوړ کړي.
دغه کلنۍ غونډه به ۱۱ ورځې دوام ولري او د چین د بیلابیلو ګوندونو او ټولنو څه دپاسه ۲۱۰۰ تنه غړي به پکې برخه ولري. دوی به د وانګ یانګ له خوا وړاندې شوی راپور وارزوي، د حکومت کاري راپور په اړه به بحثونه وکړي او د چین د اصلاحاتو او پرمختګ په اړه به خپل وړاندیزونه مطرح کړي.
---زلمی
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |