د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ملي کميټې غړي مارګاريت چان فونګ فو چون د مارچ په ۳مه نېټه وويل، چې په نړۍ کې د متعدي ناروغۍ د مخنيوي په برخه کې د چين توان ډېر لوړ دی. د چين نړيواله بيړنۍ روغتيايي ډله د WHO په مخکښو ډلو کې حسابېږي، ويلی شو چې د ناروغيو د مخنيوي په برخو کې د چين توان په لوړه سويه کې دی. چين له نړيوالو سره د روغتيا په برخه کې ډېر کارونه تر سره کړي دي او د لوی هېواد په حيث خپله دنده يې پر غاړه اخيستې ده. WHO له چين سره ياداښت لاسليک کړی، چې له مخې به د يو کمربند او يوې لارې په اوږدو کې د پرتو هېوادونو له وګړو سره روغتيايي همکارۍ وکړي، د بشري د ګډ برخليک ټولنه به اباد کړي او نړيوالو ته به ګټې ورسوي.
(فرشته)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |