CRI Online

د امريکا دفاع وزارت : امريکا او د کوريا جمهوريت به په سږني پسرلي کې ګډ پوځي تمرينونه ترسره نه کړي

cri     (GMT+08:00) 2019-03-04 09:42:55

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا دفاع وزارت د مارچ په دوهمه نېټه اعلان وکړ چې امريکا او د کوريا جمهوريت به خپلمنځي ګډ پوځي تمرينونه چې د پلان له مخې به په سږني پسرلني موسم کې پيل شي، ترسره نه کړي.

د امريکا د دفاع وزارت په يوه اعلاميه کې راغلي چې سرپرست وزير پاتريک شناهان په همدې ورځ د امريکا د دفاع له وزير کونګ کيونګ دو سره تليفوني خبرې وکړې او دواړو خواوو پرېکړه وکړه چې د " کي ريسولف " او " فول ايګل " په نوم دوه ټاکلي ګډ پوځي تمرينونه به ترسره نه کړي. له دغې پرېکړې څخه څرګنديږي چې دواړه خواوې د کوريا ټاپووزمې د خړپړ وضعيت د ارامولو نيت لري او غواړي چې له ډيپلوماتيکو لارو چارو د دغې ټاپووزمې د اټومي بې وسلې کولو موخه پوره کړي.(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای