CRI Online

طالبان : له امريکا سره د خبرو اترو په نوي دور کې مهمې لاسته راوړنې نه دي تر لاسه شوې

cri     (GMT+08:00) 2019-03-04 10:03:31

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د افغان طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد د مارچ په درېيمه نېټه وويل، په دوحه کې د امريکا او افغان طالبانو تر منځ د خبرو اترو په نوي دور کې مهمې لاسته راوړنې نه دي تر لاسه شوې او اوس هم خبرې اترې روانې دي.

د افغانستان د پژواک اژانس د خبر له مخې، مجاهد د مارچ په درېيمه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، اړوندې مسئلې ډېرې حساسې دي، خبرې اترې په احتياطي ډول تر سره کېږي. له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو د وتلو او له افغان خاورې څخه نورو هېوادونو ته د خطر نه رسولو په باب مشخص بحث روان دی. دواړو خواوو تر اوسه پورې د کوم تړون په لاسليکولو موافقه نده کړې. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای