د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د روسيې د بهرنيو چارو وزير سيرګي لاوروف د مارچ په درېيمه نېټه وويل، د ترهګرو سرچينې لا هم د سوريې په دننه کې شتون لري، د ترهګرو پر ضد عمليات دې په دوامدار او اغېزمن ډول تر سره شي. هغه له ترکيې څخه غوښتنه وکړه چې د ادليب د غيرپوځي سيمې تړون پلی کړی.
نوموړي وويل، ترهګرو سرچيني اوس لا هم د سوريې په دننه، په تيره بيا د ادلب په هغو سيمو کې چې ټاکل شوې جګړ پکې کمه شي شتون لري کومه چې اوس د شام ازادۍ غوښتونکي سازمان تر کنټرول لاندې ده او په دې سيمه کې کله کله پر عامو وګړو، د روسيې او سوريې پر ځواکونو بريدونه تر سره کېږي. دغه راز د غيرپوځي سيمې د جوړولو او له دې سيمې څخه د ټولو افراطي وسله والو د وتلو تړون په پوره توګه نه دی پلی شوی. روسيه دا نظر لري چې د ترهګرو پر ضد عمليات دې په دوامدار او اغېزمن ډول تر سره شي. د ادلت د غيرپوځي سيمې له تړون سره سم د ترهګرو د نفوذ مخنيوی تر نورو مهمه موخه ده. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |