CRI Online

د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ديارلمسې دورې ملي کمېټې دويمه غونډه په بېجينګ کې پرانيستل شوه

cri     (GMT+08:00) 2019-03-04 11:54:53

د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ديارلسمې دورې ملي کمېټې دويمه غونډه د مارچ د ۳مې نيټې له غرمې وروسته د خلکو په لوی تالار کې پرانيستل شوه. د دغې کميټې څه دپاسه دوه زره غړي به په راتلونکو لسو ورځو کې په جدې توګه خپلې دندې عملې کړی او د هراړخيزې نسبتا شتمنې ټولنې د جوړولو او په نوې زمانه کې د چين د ځانګړي سوسياليزم د سترو برياليتوبونو لپاره لا نوي خدمتونه تر سره کړي.

د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس رئيس وانګ يانګ، د جانګ چينګ لي او ليو چي باو په شمول د دغې کمېټې د رئيس څليرويشتو مرستيالانو په مخکني قطار کې ناست وو. د چين کمونېست ګوند او دولت رئيس شي جين پينګ او د لي که چيانګ، لي جان شو، وانګ هو نينګ، جاو له جي، هان جنګ او وانګ چي شان په شمول تور چارواکي په رئيسه څوکيو کې ناست وو.

د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ديارلسمې دورې ملي کمېټې مرستيال رئيس جانګ چينګ لي د درېيمې نېټې له غرمې وروسته په دريو بجو د غونډې د پرانيستلو اعلان وکړ. د غونډې په پيل کې لومړی د د دغې ملي کمېټې د دويمې غونډې اجنډا منظور شوه. وانګ يانګ د دغې ملي کمېټې د دايمې کميسيون په استازيتوب يادې غونډې ته راپور وړاندی کړ.

وانګ يانګ په دې راپور کې په تېر کال کې په اوو برخو کې د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس دري مهم کارونه بيان کړل. هغه وويل چې ۲۰۱۸ کال د چين د کمونېست ګوند د نولسمې دورې د ملي ولسي کانګرس د روحيې د عملي کېدو لومړی کال او د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ديارلسمې دورې ملي کمېټې د کارونو لومړی کال هم و. د شي جين پينګ په مشرۍ د چين د کمونېست ګوند مرکزي کمېټې تر لارښوونې لاندې د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ديارلسمې دورې کميټې او د دغې کمېټې دايمي کميسيون په نوې زمانه کې د شي جين پينګ لخوا د چين د ځانګړتيا لرونکي سوسياليزم نظريه عملې کړې، پر يووالي او ديموکراسۍ يې ټينګار کړی، نه يوازې په ميراث اخيستنې بلکې نوښت يې هم ټينګار کړی ، د سلامشورو لپاره يې د ځانګړو څانګو رول لوبولی، د سياسي وړانديزونو ورکولو او د ګډو نظريو راغونډولو په چارو کې يې کوښښ کړی، دغه راز يې په واقعي توګه د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د پرېکړو او ترتيباتو او د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د کارونو غوښتنو له مخې دندې تر سره کړې دي.

وانګ يانګ وويل چې ۲۰۱۹ کال د چين د ملي ولسي جمهوريت او د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د جوړېدو له اويايمې کاليزې سره برابر دی. د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس عمده غوښتنې دا دي چې د شي جين پينګ لخوا په نوې زمانه کې د چين د ځانګړتيا لرونکي سوسياليزم د نظريې په لارښوونه په هراړخيزه توګه د چين د کمونېست ګوند د نولسمې دورې د ملي ولسي کانګرس او د دغه کانګرس د دويمې او دريمې عمومي غونډو روحيې عملي شي. وانګ يانګ وويل: بايد د شي جين پينګ دغه نظريه د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د کارونو د عمومي لارښوونکي سند په توګه وبلل شي او اړوندې زده کړې پياوړې شي، دغه راز د چين د ځانګړتيا لرونکي سوسياليزم په مرکزيت دې د ګډو نظريو سياسي بنسټ ټينګ شي. د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس ميکانيزم دې په لا پاحه او ټينګه توګه د سلامشورو تر سره کوونکې څانګې په حيث رول ولوبوي چې په نوې زمانه کې نوښتونه او د تيوريو څارنې پياوړې شي، د نظامونو ميکانيزم بشپړ شي او کارونه عملي شي. په سياسي توګه د نظريو د لارښوونې رول دې پياوړې شي او د ګډو نظريو راغونډولو کارونه دې د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د دندو د مرکزي برخې په توګه وګرځي چې يووالي پياوړي شي او هر فعال شرايط وکارول شي او په ګډه د سمسورتيا چارې تر سره شي.

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې، د ملي ولسي کانګرس د دايمي کمېټې او د دولتي شورا د اړوندو څانګو مسئولينو په بلنې سره د يادې غونډې په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون وکړ. په دې مراسمو کې په چين کې د بېلا بېلو هېوادونو سفيرانو، مطبوعاتي چارواکو او په نورو هېوادونو کې د چينايانو ځينو استازو هم ګډون درلود.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای