CRI Online

د چين د ديارلسمې دورې ملي ولسي کانګرس د دوهمې غونډې په اړه مقدماتي غونډه ترسره شوه

cri     (GMT+08:00) 2019-03-04 11:59:07

د چين د ديارلسمې دورې ملي ولسي کانګرس د دوهمې غونډې په اړه مقدماتي غونډه ترسره شوه. د چين د ملي ولسي کانګرس د دايمي کمېټې مشر لي جان شو د دغې غونډې مشري وکړه. په دغه غونډه کې د رايګيرۍ له لارې د چين د ديارلسمې دورې ملي ولسي کانګرس د دوهمې غونډې ۱۷۶ کسيز رئيسه پلاوی انتخاب شو او وانګ چن د دې پلاوي د سرمنشي په توګه وټاکل شو.

په دغه مقدماتي غونډه کې د ديارلسمې دورې ملي ولسي کانګرس د دوهمې غونډې اجنډا منظور شوه چې له مخې به يې د حکومت کاري راپور ، په ۲۰۱۸ کال کې د هېواد د اقتصادي او ټولنيزې ودې د اړوندو پلانونو د تطبيق د حالاتو او د ۲۰۱۹ کال لپاره به د دغو مسودو د پلانونو په اړه راپورونه ، همدارنګه په ۲۰۱۸ کال کې د مرکزي او ځايي حکومتونو د مالي بودجو د کارولو او د ۲۰۱۹ کال لپاره به د دغو بودجو د مسودې راپورونه او څو نورې لايحې او کاري راپورونه هم تر بحث او سنجش لاندې ونيول شي.(زرينه)


1  2  3  
اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای