CRI Online

د چين د ديارلسمې دورې د ملي ولسي کانګرس د دوهمې غونډې اجنډا

cri     (GMT+08:00) 2019-03-04 16:22:44

د مارچ په څلورمه نېټه د چين د ديارلسمې دورې د ملي ولسي کانګرس د دوهمې غونډې په اړونده مقدماتي ناسته کې د دغې غونډې منظوره شوې اجنډا په لاندې ډول ده:

لومړی، د حکومت د کاري راپور څېړل.

دوهم، په ۲۰۱۸ کال کې د ملي اقتصادي او ټولنيزې ودې د پرمختيايي پلان د عملي کېدو د حالاتو او د ۲۰۱۹کال لپاره د نوي پرمختيايي پلان د مسودې څارل.

درېيم، په ۲۰۱۸ کال کې د مرکزي او ځايي حکومتونو د بودجو د تطبيق د حالاتو او د ۲۰۱۹ کال لپاره د بودجو د مسودې څارل.

څلورم،د چين د ملي ولسي کانګرس د دايمي کمېټې له لاري د هغې وړاندې شوې لايحې څېړل چې له مخې به يې د چين د بهرنيو پانګونو د قانون مسوده وڅېړل شي.

پنځم، د چين د ملي ولسي کانګرس د دايمي کمېټې د کاري راپور څېړل.

شپږم، د چين د لوړپوري ولسي محکمې د کاري راپور څېړل.

اووم، د چين د لوي څارنوالي د کاري راپور څېړل.

اتم، نور مطالب.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای