CRI Online

د چین متحده قوت: دېموکراتیکه مشوره، سیاسي ګډون او سنجش

cri     (GMT+08:00) 2019-03-04 20:30:25

د هر کال مارچ میاشت د چین د دوو مهمو غونډو وخت وي. د چین د ملي ولسي کانګرس او د چین ولسي سیاسي مشورتي کنفرانس کلنۍ غونډې په همدې میاشت کې ترسره کیږي.

چین د نړۍ ترټولو لوی نفوس لرونکی هیواد دی او اوسیدونکي یې بیلابیلې اړتیاوې لري. مګر چینایان یوه ګډه موافقه لري چې باید چیني ملت بیا سمسور شي. دا د ۱ ملیارډ او ۴۰۰ ملیونو چینایانو ګډه هیله ده. د چین د کمونیست ګوند په مشرۍ د سیاسي مشورتي ارګان په حیث ولسي سیاسي مشورتي کنفرانس د پریکړه کوونکې مشریزې طبقې او بیلابیلو ټولنو ترمنځ مهم پل بلل کیږي چې ګډې موافقې پراخوي، ګډ قوت راټولوي او ملي پرمختګ او بیا سمسورتیا هڅوي.

یووالی او دېموکراسي د دغه ارګان دوه عمده موضوعات دي. د ولسي سیاسي مشورتي کنفرانس غړي د چین د ټولنې د بیلابیلو طبقو له لوري ټاکل کیږي. مثلاً د ولسي سیاسي مشورتي کنفرانس د ۱۳ مې دورې ملي کمیټه څه دپاسه ۲۰۰۰ تنه غړي لري چې په دغه شمیر کې د چین د کمونیست ګوند غړي 39.8 سلنه برخه نیسي او نور پاتې 60.2 سلنه غړي د چین کمونیست ګوند غړیتوب نه لري. د دغې ملي کمیټې یوه بله ځانګړتیا دا ده چې د بیلابیلو ټولنو ډیر وتلي کسان پکې شامل دي. مثلاً په یادو ۲۰۰۰ تنو غړيو کې ۱۰۵ تنه د چین د ساینسي علومو اکاډمۍ او د چین د انجنیرۍ اکاډمۍ غړي هم شامل دي.

ویل کیږي چې په نړۍ کې د دېموکراسۍ شکل یوازینی نه دی. د چین ملي ولسي کانګرس او ولسي سیاسي مشورتي کنفرانس د چین د اقتصاد او ټولنې انکشاف لپاره پرله پسې قوت برابروي او د لا ښه ژوند لپاره د چینایانو امید لوړ ساتي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای