CRI Online

شي جین پینګ د ولسي سیاسي مشورتي کنفرانس د ملي کمیټې د کلتوري او هنري طبقې او ټولنیز ساینس طبقې له غړیو سره لیدنه وکړه

cri     (GMT+08:00) 2019-03-04 22:11:56
شي جین پینګ د ولسي سیاسي مشورتي کنفرانس د ملي کمیټې د کلتوري او هنري طبقې او ټولنیز ساینس طبقې له غړیو سره لیدنه وکړه

د چین د کمونیست ګوند د مرکزي کمیټې عمومي منشي، د دولت رئیس او د مرکزي پوځي کمیټې رئیس شي جین پینګ د روانې میاشتې د ۴ نیټې له غرمې وروسته د ولسي سیاسي مشورتي کنفرانس د ۱۳ مې دورې ملي کمیټې په دوهمه غونډه کې د کلتوري او هنري طبقې او ټولنیز ساینس طبقې له غړیو سره لیدنه وکړه او د دوی په ګډه ناسته کې یې ګډون وکړ او د دوی اړوند نظرونه او وړاندیزونه یې واوریدل.

هغه پر دې ټینګار وکړ چې اوسنۍ نوې زمانه وتلو ادیبانو، هنرمندانو او تیوري پوهانو ته اړتیا لري. کلتوري او هنري چارې او اکاډمیک نوښت پراخ ځای لري نو موږ باید کلتوري اعتماد پیاوړې کړو، د وخت تمایل دې لاسته راوړو او د وخت غوښتنې دې واورو. موږ باید د وخت تیریدو سره سم ګامونه پورته کړو، د خلکو اړتیاوو په فکر کې نیولو سره دې عالي کلتوري او هنري تولیدات وپنځوو او د ځلانده او ښو اخلاقو له لارې دې فیشن لارښوونه وکړو.

د چین د کمونیست ګوند د مرکزي کمیټې د سیاسي بیورو د دایمي کمیټې غړي او د ولسي سیاسي مشورتي کنفرانس د ملي کمیټې رئیس وانګ یانګ هم په یاده ناسته او بحث کې ګډون کړی و.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای